IQNA

ناروې  د قرآڼ کریم سپکاوی کونکی بیرته  سویډ ته وسپار

7:02 - April 14, 2024
د خبر لمبر: 3489042
ایکنا – خبری رسندویو  د ناروې په وسیله د قرآن کریم د سپکاوي کونکي سلوان مومیکا د پناه غوښتنې  د ردیدا او سویډ ته ئې د سپآرل کیدا خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د النشره له قوله راپور راکړ، ناروې سلوان مومیکا  د هغه د پناه غوښتنې له ردولو وروسته هغه سوۍډ ته بیرته سپارلی دی. مومیکا ۳۶کلن عراقی دی چې په ۲۰۱۸کال کې  له عراقه  له تښتې وروسته سویډ ته منتقل شوی ؤ . راپورونه ښئ چې  هغه د صهیونیسټ رژيم  له جاسوسی ادارې سره اړوندوالی لري.

مومیکا په ۲۰۱۷کال کې د جنګی جنایت په تورونو ونیول او وروسته دلویدیځي هیوادونو په دخالت سره خوشي شو او سویډ ته وتښتید

د سویډ  مهاجرتي چارواکو  له دې مخکې  په ۲۰۲۳کال  اکتوبر میاشت کې د سلوان مومیکا د اقامت  دمجوز  له تمدیدولو ډډه وکړه، البته  د امنیتی دلیلونو په وجه ئې  دهغه ویستل وځنډول.

مومیکا په سویډ کې د قرآن کریم څو ځله سپکاویو وروسته ناروې ته تښتیدلی ؤ او  په دغه هیواد کې ئې د پناهندګۍ غوښته کړې وه، خو پولیسو ونیوؤ او سویډ ته ئې بیرته وسپارلو.

مومیکا د سویډ  یوې ورځپاڼې  Expressen ته ووئيل، یوازې د اپریل تر شپاړسمې نیټې پورې  په سویډ کې د  موقته اقامت مجوز لري. او له دې مخکې چې د  هغه د  اقامت  داجازت موده پاي ته ورسیږي، هغه به بیرته په سویډ کې د پناه غوښتې اپیل وکړي.

دغه عراقی مهاجر  چې   په څو دوسیو کې ئې  په لاس درلودلو  تورن دی ،  د عراق، ایران، ترکیې او مصر پشمول د اسلامی هیوادونو دسفارتونو په وړاندې ئې  دقرآن کریم د نسخو دسوځولو جنایتونه تکرار کړي او  داسلامی هیوادونو  او د سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو او ادارو   دکرکې او نفرت سبب شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4210056

captcha